د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې منلې او جوبایډن ته یې د واک د لېږد پروسه پیل کړې ده.
ډونالډ ټرمپ وایي امریکايي حکومت ته یې امر کړی چې له جو بایډن سره د واک د لېږد لپاره د تیاریو په برخه کې همکاري وکړي.
ټرمپ وایي چې د امریکا د ګټو لپاره یې په دې اقدام لاس پورې کړی دی.
د امریکا د خدمتونو د ادارې جې ایس اې رییس په رسمي توګه جوبایډن ته یو لیک لېږلی او زیاته کړې یې ده چې په رسمي توګه دې د واک د ترلاسه کولو لپاره تیاری ونیسي.
د امریکايي رسنۍ سي ان ان د راپور له مخې د امریکا د خدمتونو ادارې دغه لیک د ټرمپ په توافق سره د جوبایډن ټیم ته لېږلی او زیاته کړې یې ده چې د واک د پروسې د ترلاسه کولو لپاره دې تیاری ونیسي.
په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، نه غواړي چې تر دې نور د خدماتو ملي اداره تر فشار لاندې راولي او په وینا یې هغوی ته یې وړاندیز کړی چې لازمي اقدامات دې د واک د لېږد په برخه کې واخلي.
تر دې وړاندې ټرمپ له بایډن سره د واک په لېږد کې همکاري نه کوله او همدا راز یې د هغه بودیجې د ورکړې امر هم نه ورکاوه چې د واک د لېږد لپاره یې باید منتخب ولسمشر تر لاسه کړي.